اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی)پاكستان او فرانس د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په چارو اسلام آباد كښې ګټور مشاورت كړے۔ د خارجه دفتر وي??ندې ممتاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ يو پرېس بريفنګ كښې ووئيل د مشاورت غونډې په ګډه مشري د ف??انس د خارجه وزارت د ملګرو ملتونو د چارو مشرې بېتريس لي فريپر ډو هيلن او د خارجه چارو مرستيال سېکرټري (يو اېن او او آئي سي) سيد حېدر شاه وكړه۔ ویاندې ووئیل دواړو خواو دوه اړخیزه همکارۍ ٬ خبرو اترو او نړیوالې سولې او امنیت لپاره په ګډه کار کولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د غړ?? په ??وګ?? به پاكستان او فرانس ګڼ اړخيزه مرسته مضبوطولو او د نړيوالو چېلنجونو مخنيوي له يو بل سره په تعميري ??وګ?? كار كوي