اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د شنګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او) غړو هيوادونو د مشرانو كونسل 23 مه غونډه سبا د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې پيل كيږي، په غونډه كښې به تجارت او معيشت ته خاص پاملرنه كولو سره سره د كلتوري تړون په لا پياوړې كولو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د شنګھائي تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون لپاره د غړو هېوادونو استازي وفاقي پلازمينې ته رارسېدل پېل شوي كومو ته چې تود هركلے وئيلې شي۔ د ښار ټول مهم ځايونه رنګ په رنګ رڼاګانو او د پاكستان په بېرغونو سينګار كړې شوي۔ د چین سټېټ کونسل وز??را??ظم لی کیا??ګ د اعلی كچ يو پلاوي سره وفاقي پلازمينې ته رارسېدلے چرته به چې هغه د پاكستان سول او عسكري مشرتابه سره ملاقات كوي۔ د شنګھائي مرستې تنظيم دويم تر ټولو اعلی فورم اېس سی او سی اېچ جی د دوه ورځنۍ غونډه مشري به وزيراعظم شهباز شريف د كونسل د موجوده چيئرمېن په توګه كوي۔ سرمشريزه غونډه كښې د ګډون كوؤنكو غړو هېوادونو په مشرانو كښې د چين وز??را??ظم سټېټ کونسل لی چیانګ، د بیلاروس وز??را??ظم رومان ګولوف چینکو، د قازقستان وز??را??ظم اولړاس بیک تینوف، د روسيه وز??را??ظم میخائل مشوستن، د تاجکستان وز??را??ظم کوهر رسول زادہ، ازبک وز??را??ظم عبداللہ اریپوف، د کرغزستان د وزيرانو كابينې چيئرمېن ړاپاروف اکیل بیک، د ایران نائب صدر رضا عارف او د هند خارجه وزير سبرامنيم جے شنكر شامل دے۔ دې سره سره منګوليا د مبصر په توګه په دې غونډه كښې ګډون كوي۔ د ترکمانستان د خاص مېلمه په توګه نمائندګي د وزيرانو د كابينې نائب چيئرمېن راشد مریدوف كوي۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو نورو مېلمنو كښې د اېس سي او عمومي سېكتر جانګ منګ، ډائرېکټر اېګزېکټو کمېټی ایس سی او ریجنل اېنټی ټېررسټ سټرکچر رسلان مرزائیف، د بورډ آف ایس سی او بزنس کونسل چیئرمېن عاطف اکرام شېخ او د کونسل آف اېس سی او انټر بېنک یونین چیئرمین مارات ییلی بائ??ف شامل دي۔ د غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه كښې به په معیشت، تجارت، ماحولیات او د ??ما??ي او كلتوري تړون څانګو كښې په روانه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه كولې شي او د تنظيم د كاركردګۍ جاج به اغستلې شي۔ د شنګھائي همكارۍ تنظيم غړو هېوادونو لارښود به دوه اړخيزه مرسته زياتولو او د تنظيم بجټ منظورۍ له مهمې تنظيمي پرېكړې هم كوي