اسلام آباد۔3 اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف ??ئيلي دي چې د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم ته د هغه پاكستان ته په راتګ هر??لې وايؤ٬ د ده دورې سره به د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو او د دواړو قامونو ترمينځه اړيكو ته په لا پراختيا وركولو ګټورې خبرې اوشي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم انور ابراهيم په اېكس پاكستان ته د رارسېدو او په نور خان ائير بېس د وزيراعظم شهباز شريف او نورو لخوا د هر??لي عكسونو سره د شوي پوسټ په ځواب كښې هغه مخاطب كولو سره په خپل پوسټ كښې وزيراعظم شهباز شريف ??وئيل د مالیزیا د وزیراعظم دوره به د سولې، سوکالۍ او سیمه ایز پرمختګ لپاره زمونږ عزم نور هم قوي کړي۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ ??ې د پاکستان او مالیزیا سباؤن په ګډه روښانه كړؤ۔