اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د دفاع او دفاعي پيداوار وزير خواجه محمد آصف سره د اس??امي جمهوريه ايران سفير ډاكټر رضا اميري مغادم ليدلي دي ۔ په دې موقع د دفاعي چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندو??ه وشوه۔ د دفاع وزير په دې حقيقت زور رواړو چې د پاكستان او ايران د پېړيو پخوانۍ مذهبي او كلتوري د ورورولۍ ښې اړيكې لري٬ د مشتركه پوله ايز كمېشن اهميت رامخئ ته كولو سره د دفاع وزير ووئيل پاكستان د بارډر مينجمنټ په اړه ټول ضروري اقدامات كړي او په دې معامله كښې مشترك?? هڅې روانې ساتل پكار دي۔ دواړو ډلو د دوه اړخيزه مرستې په موجوده كچه د اطمينان لرلو سره د شريكې خوښې په څانګو كښې د دې لا ??يا??ولو لپاره د عزم څرګندو??ه وكړه۔