اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره ا??غا??ستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازې اندريکا رتوتے په مشرۍ كښې پلاوي د شورو په ورځ ليدلي۔ د لوړې كچې په پلاوي كښې د ملګرو ملتونو ريذيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ، فدي ايل او په ا??غا??ستان كښې د ملګرو ملتونو د مشن مشر مالک سيسے هم شامل وو۔ وفاقي وزير وزارت په رسېدو د پلاوي هركلے وكړو۔ په دې موقع د پلاوي مشرې په بلوچستان كښې د ترهګرۍ د پېښو غندنه وكړه۔وفاقي وزير محسن نقوي پلاوي سره په خبرو كښې ووېيل ترهګري يوه عالمګير مسئله ده او پاكستان ترهګرۍ څخه زيات ځپلے هېواد دے٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو٬ پوليس او د وګړو قربانۍ مثال نه لري?? محسن نقوي په پاکستان كښې په بريدونو كښې د كالعدم ټي ټي پي د ملوث كېدو په اړه پلاوې خبر كړو۔ ده ووئيل کالعدم ټي ټي پي بريدونو لپاره ا??غا?? خاوره كاروي٬ د دې به په هر صورت لاره نيول وي۔ ده ووئيل پاکستان په ا??غا??ستان كښې امن او استحکام غواړي او په دې لړ كښې هر ډول ممكنه كردار لوبوي ?? محسن نقوي ووئيل پاكستان د څو لسيزو راهسې د ا??غا?? كډالو مېلمستيا كړې٬ په غېر قانوني توګه د مېشته غېر ملكيانو ستنېدل په مرحله وار توګه پېل شوي۔ ده ??اض??ه كړه چې د قانوني دستاويزات وړ كسانو په ضد كاروائي نه كېږي٬ د ويزه او نورو قانوني دستاويزات نه غېر چا ته په پاكستان كښې د پاتې كېدو اجازه نشي وركړې كېدې ٬ ډېر زر به د ا??غا?? كډوالو د ستنېدو دوېم پړاٶ پېل شي?? محسن نقوي د ا??غا?? كډوالو بحالۍ لپاره د ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ د كردار په ضرورت زور رواړو۔ د ملګرو ملتونو خاص استازې اندريکا رتوتے د ا??غا?? كډوالو او د دوحه خبرو اترو پحقله د پاكستان د كردار ستائنه كولو سره ووئيل د ا??غا?? كډوالو مستقل بحالۍ لپاره ا??غا?? حكومت سره په ګډه كار كوٶ