اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وفاقي کابينه خبر كړې شوي چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه د مبارك ثاني مقدمې په اړه د حکومت د اړخه سپ??يم کورټ كښې اضافي درخواست دائر کړے شوے،اټارني جنرل به په 22 اګست 2024 سپ??يم کورټ كښې په اضافي درخواست سماعت كښې د خپلې ډلي سره د علمائے کرام او قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف قائمه كمېټۍ د رائے په رڼا كښې دلائل وركوي دغسې کابينې د تجارت وزار?? او ازبکستان د سرمايه كارۍ وزارت ترمينځه د اي کامرس په څانګه كښې مرستې ت?? ودې وركولو په مفاهمتي د يادداښت لاس ليك كولو ، ’’پرائم منسټرز سکلز ډويلپمنټ کمپني‘‘ جوړولو او د کنګ حماد يونيورسټي آف نرسنګ اينډ ايسوسي ايټ?? ميډيکل سائنسز آپريشنز نېشنل يونيورسټي آف ميډيکل سائنسز ته د سپارلو هم منظوري وركړې شوه ۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي کابينې غونډه د نهې په ورځ وشوه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې کابينې ت?? د مبارك ثاني مقدمې په اړه د سپ??يم کورټ په اوسنۍ پريكړه بريفنګ وركړے شو۔ کابينې ت?? ووئيل شول د وزيراعظم په سپارښتنه د مبارك ثاني مقدمې په اړه سپ??يم کورټ آف پاکستان كښې په 17 اګست 2024 يو اضافي درخواست دائر کړے شوے۔ کابينې ت?? ووئيل شول د دې مقدمې په اړه قامي اسمبلۍ كښې ت??صيلي بحث شوے او دا معامله د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف قائمه کمېټۍ ته سپارلې شوې ۔ د قانون او انصاف د قامي اسمبلۍ قائمه کمېټۍ په غونډه كښې د حکوم?? او اپوزيشن ګوندونو په متفقه توګه پريكړه شوې چې قامي اسمبلي به وفاقي حکومت ته دا وائي چې د دې مقدمې واقعاتي او قانوني اړخونو او د علمائے کرامو د رائے په اړه په سپ??يم کورټ كښې د حکومت د اړخه درخواست دائر کړے شي۔په دې اړه وزيراعظم او د قامي اسمبلۍ سپيكر ترمينځه ټيلي فوني رابطه وشوه او دغې نه پس د وزيراعظم د سپارښتنې له مخې د حکومت د اړخه سپ??يم کورټ كښې اضافي درخواست دائر کړے شو۔ وزيراعظم د سپارښتنې له مخې اټارني جنرل به په 22 اګست 2024 سپ??يم کورټ كښې په اضافي درخواست سماعت كښې وړاندې كېږي او د خپلې دلې سره به د علمائے کرامو او قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف قائمه کمېټۍ د رائے په رڼا كښې به دلائل وركوي۔ وزيراعظم په دې اړه واضحه هدايات جاري کړي۔وفاقي کابينې د تجارت وزارت په سفارش د ازبکستان د سرمايه کارۍ ، صنع?? او تجارت وزار?? او د پاکستان د تجارت وزارت ترمينځه اي کامرس په څانګه كښې مرستې ت?? د ودې وركولو له د مفاهمتي يادداښت د لاس ليك كولو منظوري وركړه ۔وفاقي کابينې د تعليم او پيشه وره تربيې وفاقي وزير په سفارش کمپنيز ايکټ 2017 سيکشن 42 په رڼا كښې د تکنيکي او پيشه وره تربيې قامي کمېشن ترمخه “پرائم منسټرز سکلز ډويلپمنټ کمپني” جوړولو منظوري هم وركړه۔دغسې وفاقي کابينې د قامي صحت وزارت په سفارش کنګ حماد يونيورسټي آف نرسنګ اينډ ايسوسي ايټ?? ميډيکل سائنسز آپريشنز نېشنل يونيورسټي آف ميډيکل سائنسز ته د سپارلو هم منظوري وركړه۔وفاقي کابينې د حکومتي ملکيتي ادارو قائمه كمېټۍ د 12 اګست 2024 په غونډه كښې د شوو پريكړو او د اقتصادي رابطه کمېټۍ د 15 اګست 2024 په غونډه كښې د شوو پريكړو هم توثيق وكړو۔