اسلام آباد۔6 اګست (اے پی پی) په قامي اسمبلۍ كښې په 5 اګست 2019ء د مقبوضه جمو و كشمير خصوصي حيثيت ختمولو اقدام په ضد د غندنې قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شو٬ ايوان غوښتنه وكړه چې هند دې كشميري سياسي بنديوان خوشې كړي ٬ د بشري حق??نو روانې خلاف ورزۍ دې بندې كړي او د ملګرو ملت??نو د سلامتي كونسل اړوند قراردادونه دې عملي كړي دغسې چې كشميرے اولس د ملګرو ملت??نو په نګرانۍ كښې د منصفانه او سپېځلې رائے شمېرې د لارې د خپل سباؤن تعين وكړے شي۔ د نهې په و??ځ په قامي اسمبلۍ كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل دا قرارداد تېره و??ځ ايوان ته راوړل وو خو د اسمبلۍ د غړي په حق رسېدو له امله د ايوان كارروائي وځنډولې شوه له دې كبله دا قرارداد نن د نهې په و??ځ وړاندې كولې شي۔ ده د 5 اګست 2019 هندي اقدام په ضد قرارداد ايوان ته وړاندې كړو۔ په قرارداد كښې ووئيل شول چې په قامي اسمبلۍ كښې پاكستان دا امر په ډاګه كوي چې هر كال به 5 اګست د استحصال ورځې په توګه لمانځلې شي۔ قرارداد كښې دا هم ووئيل شول چې دا ايوان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له په روانو هڅو كښې د كشميري مظلوم اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔ ايوان د دې خبرې پخلے كوي چې پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د تحريك اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ دا ايوان 5 اګست 2019ء څخه د هند يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات مسترد ك??ي او سياسي منظرنامه بدلولو له په روانو هڅو ژوره اندېښنه ښكاره كوي۔ په قرارداد كښې ووئيل شول چې دا ايوان په دې خبره زور راوړي چې د هندي دستور تابع كوم هم سياسي عمل د جمو و کشمیر د اولس د خپلواكۍ حق كارولو متبادل كېدے نه شي لكه څنګه چې د سلامتي كونسل په قرارداد??نو كښې د دې سپيناوے شوے۔ په قرارداد كښې په كشمير كښې د لكھ??نو په شمېر د هندي ځواك??نو په موجودګۍ د سختې اندېښنې څرګندونه شوې۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان غوښتنه كوي چې هند دې كشميري سياسي بنديوان خوشې كړي ٬ د بشري حق??نو روانې خلاف ورزۍ دې بندې كړي او د ملګرو ملت??نو د سلامتي كونسل اړوند قراردادونه دې عملي كړي دغسې چې كشميرے اولس د ملګرو ملت??نو په نګرانۍ كښې د منصفانه او سپېځلې رائے شمېرې د لارې د خپل سباؤن تعين وكړے شي