اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) د کورنیو چارو د وفاقي وزیر محسن نقوي په لارښوونه د اسلام آباد انتظاميې د لويې اختر په ??وم??ۍ ورځ د كچرې او كثافاتو لرې کولو لپاره بشپړ اقدام وكړو ٬ د سي ډي اے چيئرمېن او د اسلام آباد چيف كمشنر محمد علي رندھاوا په نګرانۍ كښې زيرو وېسټ آپرېشن روان دے۔ د داخله وزارت وياند له مخې د داخله وزير محسن نقوي وېنا ده چې د كثافاتو په وخت ځايې ته ر??ول?? كښې دې هېڅ تاخير ونكړے شي۔ د اختر په اولنۍ ٬ دويم او درېمه ورځ دې د اسلام آباد په ټولو سيمو كښې د صفايۍ صورتحال غوره كړے شي۔ په اسلام آباد سېف سټي كښې مركزي كنټرول روم جوړ كړے شوے دے ٬ د زيرو وېسټ آپرېشن مانيټرنګ روان دے۔ په اسلام آباد كښې د 2500 نه زیات کارکونکي او د 200 نه زیات ګاډي او مشنيري موجود ده۔ د كثافاتو ختمولو له سي ډي اے په اولني ځل وګړو ته وېړيا ډيګرېډ اېبل بېګرز وركړل۔ بائیو ډیګرېډ اېبل بېګز څه موده پس په قدرتي توګه په كچره كښې بدل شي۔ دسي ډي اے چيئرمېن اولس ته اپيل كړے چې كچرا او كثافات دې نالو يا ځنګلونو كښی ګزار نه كړې شي۔ وګړي واټس اېپ پېغام (What’s App Message) یا د اېس اېم اېس د لارې په 03355001213 لمبر خپل شك??يت لېږلې شي۔ په صفائي اېكشن پلان به د اختر په دويم او درمېه ورځ هم عم?? درآمد كولې شي۔