اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د حج پروازونو شېډول جاري كړو ٬ اولنے پرواز به د مئي په 9 مه نيټه روانيږي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ اے پي پي سره خپله خصوصي مركه ??ښې ووئيل چې حج پروازونه به د پاكستان لس ښارو??و څخه روانېږي۔ په دې اړه موبائل اېپ “پاك حج اېپ” جاري كړے شوے دے۔ دې سره سره حج له تلونكو ته د اېس اېم اېس د لارې هم د هغوي د پروازونو اطلاع وركړې شوې ده۔ حج له تلونكو ته خواست دې چې هغوي خپل پرواز څخه 10 ورځ وړاندې اړوند حاجي كېمپ ته رجوع وكړي او خپل وېكسي نېشن وكړي۔ ده ووئيل په 9 مئی به اسلام آباد، کراچۍ او لاهور څخه درې ٬ درې او سيالكوټ او ملتان څخه يو يو پرواز روانېږي۔ ده ووئيل په ګرد هېواد ??ښې پ?? ضلعي كچه د حج تربيې دويم پړاؤ پېل شوے دے كوم به چې تر آخري حج پرواز روان ساتلې شي۔ ده ووئيل اوور سیز پاکستانیان دې هم له خپلو روانېدو څخه 10 ورځې وړاندې پاكستان ته رارسېدو سره خپل پاسپورټ د حج وزارت ??ښې جمع كړي دغسې چې د هغوي وېزې او ټكټ ته هم حتمي شكل وركړے شي۔ د مذهبي چارو وزارت به د سوشل ميډيا ٬ حج اېپ او د اېس اېم اېس د لارې د عازمينو لارښودنه روانه ساتي۔ ده ووئيل حج له تلونكو ټولو پاكستانيانو له به سمارټ فون ځان سره وړل لازمي وي دغسې چې هغوي په دې ??ښې د پاك حج اېپ په شمول سعودي عربستان ??ښې د حج مناسك ادا كولو له نور اېپس هم ډاؤن لوډ كړې شي۔