اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) پاکستان د س??ریې په پلازمینه دمشق کښې د ایراني سفارت د قونسلګرۍ په څانګه برید په کلکه غندلو سره د ځپلې شويو كسانو كورنيو ٬ اولس او د ایران له حکومت سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده۔ د خارجه دفتر لخوا جار?? شوي بيان كښې وئيل?? شوي دي چې دا بريد د س??ريه د خپلواكۍ د نه منلو وړ خلاف ورزي ده او د دې هېواد ثبات او امنيت ته زيان رسوي۔ د بیان له مخې دا د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ورزي ده٬ د كال 1961 د س??ارتي اړيكو ويانا كنونشن له مخې د س??ارت كارو يا سفارتي سهولياتو په ضد بريدونه غېر قانوني دي۔ په بيان كښې زياته كړې شوې ده چې د اسرائیلي ځواکونو دغه غیر مسؤلانه عمل په یوه ناکراره سیمه کښې یو لويه اضافه ده۔ وياندې په خپل بيان كښې ووئيل چې مونږ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتن?? كوؤ چې هغه اسرائيل په سيمه كښې مهم جويۍ كولو ٬ په ګاونډي هېوادونو بريد كولو او د بهرنيو سفارتي ت??صيباتو نخښه جوړولو غير قانوني كارروائيو څخه منع كړي۔