اسلام آباد۔28مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ وف??قي وزیر احسن اقبال وئېلي ??ي په سرکاري او شخصی توګه به په ګډه د صحت څانګې بهترۍ لپاره تګلاره جوړول وي ځكه چې د صحت په څانګه كښې ?? يو لوئي چیلنج سره مخ يو ، د صحت په اړه نوې ادارې جوړول ،د هر وګړي د صحت غوره اسانيو ته رسنه د وخت مهم ضرورت دے ، ده په دې خبرې زور راوړو چې بغیر د كوم سیاسي اختلافات نه د صحت سهولتونه هر ښار ٬ هرې ضلعې ته رسولو ته حکومت پام لرنه كوي ٬ دغسې د ټیکنالوجۍ جدید دور هم د صحت په څانګه كښې ??نقلاب راوستے دے ۔ د دې خیالاتو اظهار ده پاکستان می??یکل اینډ ډینټل کونسل کښې يوې دستورې ته وكړو ۔ده ووئېل پاکستان می??یکل اور ډینټل کونسل ته د نړيوال فیډریشن فار می??یکل ایجوکیشن د اړخه وركړے شناخت زمونږ لپاره وياړ دے او د پي ایم ډي سي پرله پسې ھڅې ، محنت د دې خبرې ثبوت دے چې پاکستان كښې ??بي تعلیم او د صحت څانګې سباون روښانه دے ٬ ده ووئېل زمونږ په كلي والو سيمو كښې ?? صحت سهولیات يواځې 30 فیصد پورې وركړې كېږي چرته جې د آبادۍ تناسب 65 فیصد دے او مونږ د پوهانو د كمي سره هم مخ يو ، ده ووئېل پاکستان كښې ?? زړه ، شوګر او سټروک غونډې ناروغتياګانې ورځ په ورځ زياتېږي ۔