اسلام آباد۔8 فروری(اے پی پی) په پاکستان کښې ټولټاكنو لپاره د پولنګ عمل پېل شوے دے چې د ماښام تر 5 بجو به پرته له کومې دمې دوام لري۔ 12 كروړه 79 لكه 21 زره 49 رجسټرډ ووټران به 17 زره 758 كانديدانو كښې ?? قومي او صوبائي اسمبليو په 855 حلقو كښې ?? خپلو كانديدانو ټاكنه كوي٬ د قومي اسمبلۍ په يوه او د صوبائي اسمبليو په درې حلقو كښې ?? كانديدانو د مړينې له امله پولنګ ځنډولے شوے دے ۔ په ګرد هېواد كښې 14 لكه 90 زره پولنګ عمله تعينات كړې شوې ده۔ په ګرد هېواد كښې 90 زره 675 پولنګ سټېشنونه او 2 لكه 66 زره 398 پولنګ بوتھ جوړ كړې شوي دي۔ د هرې يوې حلقې غېر حتمي غېر سركاري نتيجه به د ريټرننګ آفيسر دفتر څخه جاري كولې شي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شويو تفصيلاتو له مخې پولنګ سحر 8 بجې پېل شو كوم به چې له كومې دمې پرته تر ماښام 5 بجو دوام لري۔ اسلام آباد څخه د قومي اسمبلۍ 3 ن??ست??نه دي په كومو به چې 10 لكه 83 زره 29 ووټران د خپلو كانديدانو ټاكنه كوي۔ پنجاب څخه د قومي اسمبلۍ په 141 او د صوبائي اسمبلۍ په 296 ن??ست??نو به 7 كروړه 32 لكه 7 زره 896 ٬ سندھ څخه د قومی اسمبلۍ په 61 او د صوبائي اسمبلۍ په 130 ن??ست??نو به 2 کروړه 69 لکه 94 زره 769 ٬ خېبرپښتونخوا څخه د قومی اسمبلۍ په 44 او د صوبائي اسمبلۍ په 113 ن??ست??نو به 2 کروړه 12 لکھ 63 زره 408 ووټران د خپلې رايې حق كارولو سره د خپلې خوښې كانديدانو ټاكنه كوي۔ د قومي اسمبلۍ په 265 ن??ست??نو ټاكنې روانې دي كومو لپاره چې 5 زره 113 كانديدان په مېدان كښې ??ي په كومو كښې چې 312 مېرمنې هم شاملې دي۔ په څلورو واړو صوبو كښې ?? كانديدانو ټوله شمېره 12 زره 645 ده په كومو كښې چې 570 مېرمنې شاملې دي۔ بلوچستان څخه به د قومي اسمبلۍ په 16 او صوبائي اسمبلۍ په 51 ن??ست??نو د خپلې خوښې كانديدان ټاكنو له 53 لکه 71 زره 947 ووټران د رايې حق كاروي۔ د قومی اسمبلی حلقه اېن اے۔8 باجوړ، پی کے۔22 باجوړ، پی کے۔91 ک??هاټ او د پنجاب اسمبلۍ په حلقه پی پی۔266 رحیم یار خان كښې ?? كانديدانو د مړينې له امله پولنګ ځنډولے شوے دے۔ په ګرد هېواد كښې 16 زره 766 پولنګ سټېشنونه زيات حساس٬ ، 29 زره 985 حساس او 44 زره 26 پولنګ سټېشنونه نارمل ګرځولې شوي دي۔ په پنجاب كښې 5 زره 624 پولنګ سټیشنونه زيات حساس دي په كومو كښې چې په هر يو پولنګ سټېشن تر 5 اهلكارو تعينات كړې شوي دي۔ په سندھ كښې 4 زره 430 پولنګ سټیشنونه زيات حساس ګرځولې شوي دي۔ په هر يو تر 8 امنيتي اهلكار تعينات دي۔ د خېبر پښتونخوا په 4 زره 265 زيات حساس پولنګ سټېشنونو كښې په هر يو تر 9 پورې اهلكار تعينات كړې شوي دي او د بلوچستان په1047زياتو حساسو پولنګ سټېشنونو كښې هم په هر يو تر 9 پورې امنيتي اهلكار تعينات دي۔ د زيارت په ورځ په ګرد هېواد كښې ??امه رخصتي ده۔ د كمېشن لخوا د جاري كړې شوې ضابطه اخل??ق لمخې د امنيت ذمه واري ترسره كولو له په اولنۍ درجه كښې پوليس ٬ په دويمه كښې ??ول آرمډ فورسز او په درېمه درجه پاك پوځ تعينات كړے شوے دے۔ د ميډيا لخوا د پولنګ سټېشنونو نتيجې به د پولنګ ختمېدو څخه يو ساعت وروستو جاري كولې شي۔ ووټ لپاره اصل شناختي كارډ لازمي ګرځولے شوے دے بيا هم د كوم شناختي ټاكلې موده چې ختمه شوي وي هغه به هم قبلولے شي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د روان كال ټاكنو لپاره 26 کروړه بېلټ پېپرې چھاپ كړې شوي دي۔ د ټول ټاكنو د نتيجو ترسيل او تدوين لپاره به الېکشن مېنجمنټ سسټم (ای اېم اېس) كارولې شي۔ په پولنګ سټېشن د امن وضعه په ځايې ساتلو له پریذائیډنګ افسرانو ته د مجسټرېټ درجه اول اختیارات وركړې شوي دي۔ د زياتو حساسو پولنګ سټېشنونو بهر پاك پوځ تعينات كړے شوے دے۔ د ټاكنو د سامان پولنګ سټېشن ته د رسولو ، شمېرې او د دې د ریټرننګ افسرانو دفترونو ته بېرته وړولو له د امنيت ذمه واري پاك پوځ ته سپارلې شوې ده۔ مجاز مبصرینو او میډیا ته به پولنګ سټېشنونو ته د ننوتلو اجازه وي۔ په ګرد هېواد كښې 144 ډسټرکټ ریټرننګ افسران، 859 ریټرننګ و اسسټنټ ریټرننګ افسران ٬ 1 لاك 91 زره 526 پریذئیډانګ افسران او 7 لکه 85 زره 60 اسسټنټ پریذائیډنګ افسران تعینات كړې شوي دي۔ 5 زره ډیټا انټری آپریټرز د ای اېم اېس دلارې د نتيجو تدوين او ترسيل لپاره ريټرننګ افسرانو سره منسلك كړې شوي دي۔