اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) امام کعبه ډاکټر صالح بن عبدالله بن حميد په فېصل مسجد كښې د جمعې خطبه وركړې او امامت ئې كړے٬ د جمعې په اجتماع كښې د سعودي سفير نواف سعيد المالکي، د نړيوال اسلامي پوهنتون صدر ډاکټر ھذال حمود العتېبي، د جامعه نائب صدور، د بېلا بېلو اسلامي هېوادونو سفيرانو٬ نامتو ديني٬ سياسي شخصيات او د پېنډۍ اسلام آباد وګړو په لويه كچه ګډون كولو۔ امام کعبه د جمعې په خطبه كښې د انسانيت او د رائے په ??حت??ام زور رواړو۔ ده ووئيل د انسانيت ??حت??ام خصوصيت لرونكې ټولنې بريالۍ كېږي۔ امام کعبه د انسان د ځان په حرمت او د امن په ترويج هم خبرې وكړې۔ ده تلقين وكړو چې د رائے اختلاف باوجود د رائے ??حت??ام كول پكار دي ۔ ده ووئيل د اسلام په رو سره د يو بل د رائے او مزاج ??حت??ام لازم دے٬ اوسنة وخت كښې د اسلامي اتحاد په ضرورت زور رواړولو سره ده ووئيل اسلامي هېوادونه دې يو شي او د دوي په مېنځ كښې داسې اتحاد پكار دے چې څوك پكښې مداخلت ونه كړے ??ي۔ دغسې امام کعبه د اسلامي نړۍ استحكام٬ د پاكستان پرمختګ او په غزه كښې د بې ګناه مسلمانانو د ستونزو خاتمې لپاره په سلګو سلګو دعاګانې وغوښتې