اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د متحده قومي موومنټ پلاوي د کنويئنر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې ليدلي٬ د ملاقات په م??ال په مردم شمارۍ مشاورت وكړے شو ٬ پلاوي آئي اېم اېف سره په لوظنامه وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې د آئي ټي وفاقي و??ير سيد امين الحق، د سندھ ګورنر کامران خان ټېسوري، ډاکټر فاروق ستار او مصطفی کمال شريك ٶ۔ په دې موقع وفاقي وزيران خواجه سعد رفيق او سردار اياز صادق هم موجود ٶ۔ د ملاقات په م??ال د هېواد په روانه سياسي وضعه تفصيلي خبرې وشوې۔ وزيراعظم سره دا ملاقات د لنډمهاله حكومت جوړولو لپاره اتحاديانو سره د مشاورت د لړۍ يوه كړۍ ده۔ پلاوي وزيراعظم ته په كراچۍ كښې د وفاقي حكومت د ج??ري منصوبو په ذاتي نګرانۍ او ترجيحي بنيادونو د كار په باوري كولو پېرزوئنې وړاندې كړې۔