اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سينيټر شيري رحمان وئيلي دي د سعديه دانش د ګلګت بلتستان اسمبلۍ اولنۍ ښځينه دوهمې سپيكرې په حېث ټاكنه د مېرمنو نمائندګۍ په لړ كښې مهم پېشرفت دے٬ د مېرمنو اختيار مندې جوړولو او دوي په هېواد كښې په اهم چوكو تعينات كول د پي??لز ګوند په زړه پورې ريكارډ پاتے شوے دے۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل د پي??لز پارټۍ سترې لارښودې شهيدې بېنظير بھ??و د پاکستان اولنۍ مېرمن وزيراعظمه جوړېدو سره تاريخ رقم كړې ٬ د ھغې زړورې مشرتابه نورو مېرمنو لپار?? د ??ياست كولو او د هېواد په حكمرانۍ كښې د اهم كردار لوبولو لاره ه??اره كړې۔ وفاقي وزيرې ووئيل د صنفي مساواتو وده نه يوازې مېرمنې اختيار مندې جوړوي بلكې د هېواد جمهوري بنيادونه ه?? قوي كوي٬ مېرمنې اختيار مندې جوړول او دوي پ?? قامي چوكاټ كښې په چوكو تعينات كولو لپاره د پي??لز ګوند قيادت د ستائل كېدو حق لري۔