اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې د سکرین ټورازم د لاري د ??اک??تان ښكلې كلتور او تهذیب او تمدن ټوله نړۍ كتل غواړي، غیر ملکی فلم جوړونكي بايد ??اک??تان كښې د عکس بندۍ او فلم جوړولو په څانګه كښې د خصوصی رعایتونو څخه ګټه پورته كړي، د ??اک??تان زدكونكو له فلم، آرټ اینډ کلتور كښې فني تربيي وركولو لپاره د المان ادارو د مرستي خوښي لرو۔دا خبري دې په پاكستان كښې د المان سفیر ایلفرډ ګرناس سره د مل??قات په مهال كړي۔ مل??قات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه فلم، آرټ او كلتور په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته سلا راغلي۔ مل??قات كښې بیبلسبرګ یونیورسټی او یونیورسټی آف ټیلی ویژن اینډ فلم میونك سره د اشتراك عمل په تجویز هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر اطلاعات د المان ن سفیر فلم اینډ کلتور پالیسی او د دې ترمخه وركړې شوي مراعات په اړه خبر كړو۔دي ووئيل المان او ??اک??تان نجی سرکاری درس ځايونو كښې مرستي سره فلم، آرټ اینډ کلتور ته وده ترلاسه كيدې شي۔ وفاقی وزیري د المان این جی اوز جی آئی زیډ او هانس سیډل فاؤنډېشن ??اک??تان كښې خذمات وستائل۔ دي سېلاب ځپليو له د 18 كروړه 40 لکهه يورو په مرسته د المان مننه وكړه۔دي ووئيل ماحولیاتی تغیرات مقابلې لپاره نړيوال کنفرنس كښې 8 کروړه 40 لکهه يورو مرستي وركولو لوظ د المان د ??اک??تان ملګرتيا يو بل ثبوت دې۔دي ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت حجم 4 اربه ډالره ته رسولو ته اړتيا ده۔ وفاقی وزیري ووئيل اقبال او ګوئټه دواوړو ترمينځه يو قدر مشترك د?? ، المان كښې اقبال ګوئټه آرټ اینډ کلچر سینټر جوړولو سره به د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نور هم رانزدې شي۔دي ووئيل د المان ميډيا د ??اک??تان حالات معروضی او غیرجانبدارانه انداز كښې رپورټ کوي كوم چې د ستائني وړ كار دې۔د المان صحافتی تنظیم پلاوي راروانه مياشت كښې د پاكستان دوره هم متوقع ده۔ مل??قات كښې د شريكي خوښي او دوه اړخيزه مرستي زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د المان سفیر د اطلاعاتو وزیري د فلم اینډ کلتور ودي لپاره هڅي وستائلي۔