اسلام آباد 19اپرېل(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر محمد طلحه محمود وئېلي دي د مئي مياشت په آخر كښې به حج اپرېشن پیل شي٬د حاجيانو آسانيو لپاره به هر ممكن اقدامات كولې شي ځكه چې وزيراعظم محمد شهباز شريف حاجيانو ته د ښو آسانيو وركولو هدايت كړے ٬د حاجيانو لارښودنې لپاره به تربيت لرونكي معاونين لېږلې شي۔د شورو په ورځ د مذهبي چارو وزارت كښې د ابلاغ ذريعو استازو سره په خبرو اترو كښې ده ووئيل د حاجيانو لپاره د زرمبادله ضرورت دے٬ دې لپاره د خزانې وزارت ته خواست شوے ۔ده ووئيل سږ كال به 40 زره حاجيان د اسلام اباد څخه د روډ مكه پراجېكټ د لارې اميګريشن كولې شي٬د سعودي سفير په دې لړ كښې د هر ممكه مرستې باور راكړے چې راتلونكې كال به د هېواد نورو لوي ښارونه مكه پراجېكټ ګښې شاملولې شي۔ده ووئيل وزيراعظم هڅه كوي چې حاجيان د هر ډول ستونزو څخه ا??سا??لے شي۔ده ووئيل د مئي مياشت په آخر كښې به حج اپرېشن پېل شي٬حج فلائټ اپرېشن كښې به سرين ايئر لائن٬??ي آئي اے٬ايئر بليو او سعودي ايئر لائن برخه اخلي۔ ده ووئېل د ??ي آئي اے څخه حاجيانو ته ځينې مسئلې رامخې ته كېږي په دې لړ كښې به د هوابازۍ وفاقي وزير سعد رفيق ته هم خواست كوم چې هغه زمو??ږ مرسته وكړي۔مېډيا ته هم خواست كوم چې زما مرسته وكړي دغسې چې د د لوي څښتن مېلمنو مونږ د زيات نه زيات خذمت وكړو او په دې لړ كښې ستونزې لرې كړو