اسلام آباد 28مارچ (اے پی پی)د قامي اسمب??ۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د لائرز ويلفيئر اينډ پروټيكشن بل 2023 او د سپريم كورټ پريكټس اينډ پروسيجر بل 2023 قانو?? او د انصاف قائمه كمېټۍ ته لېږلو سپارښتنه كړې چې كمېټۍ دې زر تر زره په دې بلونو خپل راپور ايوان ته وړاندې كړي۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په م??ال د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د قامي اسمبلۍ غونډې په م??ال د لائرز ويلفيئر اينډ پروټيكشن بل 2023 په ايوان كښې وړاندې كړو۔د قانون وفاقي وزير ووئيل كابينې دا بل منظور كړے ؤ او دا بل د وخت ضرورت دے او د لائرز خېرښېګړی او تحفظ لپاره ډېر اهميت لرونكے دے۔ده استدعا وكړه چې بل دې د لا غور كولو لپاره كمېټۍ ته ولېږلے شي۔د قانون وفاقي وزير د سپريم كورټ پريكټس اينډ پروسيجر بل 2023 هم ايوان ته وړاندې كړو۔ده ووئېل په عدالتي تاريخ كښې آرټيكل 184 (3) په اړه ډېر بحث شوے٬د بار مختلف باډيز هم په دې ډېرې خبرې كړي٬سپريم كورټ په يوه ورځ كښې څلور څلور ازخود نوټس هم اغستي او دا زمونږ تاريخ دے چې په م??مو قامي چارو پريكړی رېورس شوي۔ ده ووئېل په وړو وړو خبرو او معاملات هم نوټسز اغستلے شوي خو په تېرو ورځو كښې د عدالت عظمٰی يوه پريكړه ??اغلې چې پكښې معزز ججانو صاحبانو د سپريم كورټ د رولز په اړه م??مې خبرې كړي ۔ ده ووئېل په عدالتي تاريخ كښې هغه وختونه هم راغلي وو چې فرد واحد خپل اختيارات په كوم ډول كارولي ٬ په هغې د عدالت عزت او وقار مجروح شوے ٬ ده ووئېل پاكستان بار كونسل په دې خبره زور راوړے ؤ چې پارليمان دې د بينچز تشكيلولو او د ازخود نوټس استعمال په اړه قانون سازي وكړي۔ځكه چې په عدالتي طريقه كار كښې د كمزورو په سبب ډېرې ناانصافۍ شوي٬ ده ووئېل كوم هم ملزم ته د درخواست حق وركول ضروري وي٬د كلونو څخه دا غوښتنې كې??ي ٬ د نظرثانۍ درخواستونو په اړه هم په رولز كښې د بدلون كولو ضرورت دے٬د مجموعي عدالتي پريكړې څخه هم تشويش راپېدا شوے د كوم چې په هره كچه اظهار كې??ي ٬ ده ووئېل كابينې په دې اړه په يوه خله بل منظور كړے چې له مخې به يې داسې بدلونونه وكړے شي چې كومه م??دمه هم په سپريم كورټ كښې درج شي نو هغه به په داسې بنچ كښې لګولې شي چې د هغې تعين به چيف جسټس او په دوو سينئر ترين ججانو مشتمل كمېټي كوي۔د قامي اسمبلۍ غړي برجيس طاهر به دې مهال ووئېل په دې دواړو بلونو د تفصيلي مباحثې ضرورت دے۔ده سپيكر ته استدعا وكړه ??واړه ??لونه دې كمېټۍ ته ولېږلې شي۔رمېش كمار هم بل كمټۍ ته د لېږلو درخواست وكړو۔افضل ډهانډله وووئيل په كمېټۍ كښې په دې بلونو تفصيلي غور كول پكار دي۔د قانون وزير ووئيل بحراني كېفيت دے٬بل دې بې شكه كمېټۍ ته ولېږلے شي خو كمېټي دې سبا غور وكړي دغسې چې بحراني كېفيت ختم شي۔احمد حسېن دهړ ووئېل آئين جوړونكې بهټو سره چې كوم سلوك شوے ٬په دې هم خبره كول پكار ده ۔ده تجويز وركړو چې سبا دې د كمېټۍ غونډه راوبللې شي او په بل تفصيلي غور نه پس دې پريكړه وكړې شي۔د قامي اسمب??ۍ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئېل د ايوان رائے تر مخه دواړه ??لونه د قانو?? او انصاف قائمه كمېټۍ ته لېږلے كې??ي۔ده تاكيد وكړو چې كمېټې دې زر تر زره د دې بلونو په اړه ??پل راپور په ايوان كښې وړاندې كړي۔