مظفرګړھ۔ 20 مارچ (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مملكت حنا رباني كھر وئيلي دي په پاكستان كښې د صحت او تعليم په برخه كښې اولس د آسانيو د كمي ستونزې سره مخ دے٬ په ډی اېچ کیو هسپتال مظفر ګړھ كښې د روغتيا آسانۍ ښې دي خو دلته د كارډيالوجي په څانګه كښې آسانيو ته سخته اړتيا ده٬ د دې روغتون اېم??جن??ي ته به عصري آسانۍ وركولې شي، په مظفرګړھ كښې مدر اېنډ چائلډ روغتون هم جوړولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ د مظفرګړھ ډی اېچ کیو هسپتال او د پنجاب ټیکنیکل اېنډ ووکېشنل کالج (ټیوټا) دورې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ سی ای او هېلتھ ډاکټر ظفر عباس، اېم ا??س ډاکټر ضیاء الحسن ا?? پی اېم ا?? جنرل سېکرټری ډاکټر یوسف نسیم لغاري وزیرمملکت حنا ربانی کھر ته د روغتون په اړه بريفنګ وركړو۔ وزیر مملکت حنا ربانی کھر په خپلو خبرو كښې سي اي او هېلتھ ډاكټر ظفر عباس ته با??ر وركړو چې د روغتون په بنيادي ستونزو قابو موندلو له به اړوندو چارواكو سره خبره كولې