اسلام آباد۔17جنوری(اے پی پی) قومي اسمبلۍ د صحابه كرام (رض) په شان كښې د سپكاوي سزا موده كښې د زياتوالي بل منظوري و??كړې۔ د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې په دې اړه مولانا عبد الاكبر چترالي د فوځداري قوانین (ترمیمی) بل 2020ء وړاندې كولو اجازه وغوښته۔ د بل په اړه ده ووئيل د صحابه كرام (رض) په شان كښې د سپكاوي سزا درې كاله ده او د عام وګړي د سپكاوي سزا 5 كاله ده۔ دې بل سره به د صحابه كرام (رض) په شان كښې د سپكاوي سزا په موده كښې اضافه وكړې شي۔ د قانون وفاق?? وزير د بل مخالفت ونكړو۔ دې څخه وروستو ده بل اي??ان ته وړاندې كړو۔ اي??ان د شق وارې منظورۍ نه وروستو د بل منظوري و??كړه۔