برسلز/مظفرآباد۔25اکتوبر(اے پی پی) د كشمير كونسل اروپائي ائتلاف او پاكستاني سفارت تر اهتمام لاندے د آزاد كشمير د تاسيس او تورې ورځې م??اسبت سره دستوره وشوه۔ په دستوره كښې خاص مېلمنه د آزاد کشمیر د سمال انډسټريز او ټرېډ اېنډ ټرېول اتھارټي وزيره پروفېسر تقدیس ګيلاني وه۔ په دستوره كښې په برسلز كښې د پاكستان ډپټی هېډ آف مشن اسد عباس، د کشمیر کونسل ای۔یو وائس چیئرمین خالد جوشی، د پرېس اېنډ انفارمېشن کونسلر پاکستان اېمبېسی صغیر وټو، آئی ټی کونسلر اسد عباس اعوان، شاهد لارک، د هنګری په برسلز كښې م??یم صحافی آنډرے بیچ، کشمیری ایکټیوسټ سردار صدیق خان، راجه خالد، صدر پاکستان پرېس کلب برسلز عمران ثاقب چوهدری، د پرېس كلب غړي راو مستجاب، شیراز راج، حافظ انیب، میډیا نمائندګانو ٬ مېرمنو او ګڼ شمېر طالبعلمانو ګډون وكړو۔ په دې م??قعه خپل خطاب كښې پروفېسر تقدیس ګیلانی ??وئ??ل دا ورځ د دې لوظ د پخلي ورځ ده چې د كشمير د آزادۍ د تحريك كومه شمه بله كړې شوې وه هغه بايد بلا وساتلې شي۔ نن به مونږ له محاسبه كول وي چې په تېرو 77 ك??ونو كښې م??نږ د كشمير د آزادۍ تحريك لپاره خپلې ذمه وارۍ تركومې ترسره كړې۔ ده ??وئ??ل پاكستان د نړۍ يوازينې هېواد دے كوم چې د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتلے دے۔ دې ??وئ??ل 27 اكتوبر د رياست جمو وكشمير تر ټولو توره ورځ وه۔ په دې ورځ د كشميري اولس د استحصال لړۍ پېل ش??ه كومه چې نن ورځې روانه ده۔ دې ??وئ??ل د كشمير كلتور او مصنوعات دې په نړيواله كچه معارفي كړې شي۔ د آزاد کشمیر د هیومن ریسوس پوټېنشل دې یوټېلائز كړې شي دغسې چې د رياست معاشي حالت ښه كړے شي