اسلام آباد۔12جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د پبلک پرائیويټ پارټنرشپ په مرسته په اسلام آباد كښې د نړيوال معيار هيلتھ ټاور جوړولو اعلان كولو سره د روغتيا وزارت ماتحت لېبارټيز د معيار او كاركردګۍ ٬ ډرګ ریګولېټری اتھارټی آف پاکستان او د اسلام آباد روغتو??ون?? لپاره د نوې طبي آلاتو او اېمبولېنسز اخستلو د تھرډ پارټي آډټ كولو ??دا??ت كړے دے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د روغتيا وزارت چارو سره اړونه مهمه غونډه د شورؤ په ورځ په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې وشوه۔ په غونډه كښې ګدون كوؤنكو سره خپلو خبرو كښې وزیراعظم ووئيل د روغتيا څانګه زياته مهمه او حساس ده ٬ د دې فرض بشري ځا??ون?? بچ كول دي۔ وزیراعظم په اسلام آباد كښې د نړيوال معيار قائداعظم هېلتھ ټاور جوړولو اعلان كولو سره هېلتھ ټاور د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ په مرسته جوړولو سره د اړوندې تګلارې تيارولو ??دا??ت وكړو۔ ده ووئيل په هېلتھ ټاور كښې دې د غوره معيار روغتو??ون?? سره سره میډډکل یونیورسټی ، نرسنګ یونیورسټی، عصري ټېكنالوجي لرونكې لېبارټريز او د رنځونو تشخيص كوؤنكي مركزونه جوړ كړې شي۔ وزیراعظم په هېواد كښې د پوليو نوې كېسونو په رامخې ته كېدو د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره ووئيل ټول ملكي وسائل كارولو او د همكارانو مرستې سره به هېواد څخه د پوليو ختمول باوري كوؤ۔ وزیراعظم د روغتيا وزارت لاندې د كار كوؤنكو لیبارټریز د معيار او كاركردګۍ د تھرډ پارټی آډټ كولو ??دا??ت وكړو۔ وزیراعظم د اسلام آباد د ټولو روغتو??ون?? هیومن ریسورس آډټ كولو هم ??دا??ت وكړو۔ ده د ګرد هېواد د نرسنګ سكولز او كالجونو آډټ كولو هم ??دا??ت وكړو۔ ده ووئيل د وفاقي حكومت روغتيا سره د اړوندو چارو به پخپله نګراني كوم۔ غونډې ته د روغتيا وزارت كاركردګۍ په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيلې شوو چې د اسلام آباد روغتو??ون?? له د 711 ملین روپو نوي طبي آلات او اېمبو لینسز اخستلې شوي دي۔ وزيراعظم د دې د اخستلو تھرډ پارټي آډټ كولو ??دا??ت وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د كوئټې ټرشری کېئر روغتو??ون?? ته به مشينري او آلات وركولې شي۔ په موسیٰ خېل كښې به د 50 بسترو سركاري روغتون جوړولے شي۔ په آزاد كشمير كښې به ټرشری کئېر روغتون جوړولے شي۔ په ګلګت بلتستان كښې به انسټی ټیوټ آف میډیکل سائنسز او دانش روغتون جوړولې شي۔ غونډې ته د شاه سلمان روغتون په جوړولو كښې د شو?? پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه ، روغتيا لپاره د وزیراعظم كوآرډینیټر مختار احمد، د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔