اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) پاكستان د اسلامي جمهوريه ايران د صدر ډاکټر سید ابراهیم رئیسي او خارجه وزير حسېن امیر عبد اللهیان د چورلكې پېښه كښې د شهادت په دړدېدلي پیښه د اسلامي جمهوريه پاكستان حكومت او اول?? لخوا غمرازي ښكاره كړې۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ جاري شوي د غمرازۍ پېغام كښ?? ووئيل شول مونږ په دې سخت وخت كښې د اسلامي جمهوريه ايران اولس سره د زړه له كومي غمرازي كوؤ۔ خارجه دفتر په خپل بيان كښې زياته ??ړه چې زمونږ دعاګانې د شهيدانو غمجنيو كورنيو او د اسلامي جمهوريه ايران اولس سره دي او د غم په دې وخت كښې مونږ خپلو ايراني ورونړو سره د يووالي څرګندونه كوؤ۔ د بيان له مخې صدر ډاکټر سید ابراهیم رئیسي او خارجه وزير حسین امیر عبد اللهیان د احترام وړ لارښود وو۔ د پاكستان او ايران اړيكې او سميه ايزه همكاري مضبوطولو له به د هغوي خذمات تل ياد سا??لے شي۔ هغوي دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو لپاره تېره مياشت د پاكستان دوره كړې وه ۔ خارجه دفتر په خپل بيان كښې دا هم ووئيل اسلامی جمهوریه پاکستان ایران سره ملګرتيا او مرسته ??ا پياوړې كولو له د خپل لوظ پخلے كوي۔