پېښور 28مارچ(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور سره ?? زيارت په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پېښور دورې په مهال په وزيراعلٰی هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې صو??ه كښې د امن او امان چارو په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وكړه او د امن او امان صورتحال ښه والي لپاره ??ې په وفاقي او صوبائي كچه د قانون نافذ كوونكو ادارو ترمينځه د كوآرډينېشن په ښه والي اتفاق وكړو ۔په ملاقات كښې تېره ورځ بشام كښې په چينائي وګړو د بريد غندنه كولو سره ??واړو لارښودو د چين حكومت او مړو شوو كورنيو سره ?? يو والي څرګندونه وكړه او په پېښه كښې ككړ عناصر بخپل انجام ته رسولو او د ترهه ګرۍ خاتمې عزم ئې څرګند كړو ۔وفاقي وزير ووئيل په چينائي وګړو بريد كونكې عناصر د سختې سزا څخه بچ كېدې نه شي۔هېواد دښمنه عناصر د بزدلانه كاروائيو څخه د پاكستاني قام عزم ته ماتې نشي وركولې ٬ په پوره ??اقت سره ??ه هېواد دښمنو ته ځواب وركولې شي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د پاكستان د بقاﺀ جنګ دے٬خېبرپښتونخوا سره ??ه هر ممكنه مرسته كولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره ?? موثر كوآرډينېشن هدايت هم وكړو ۔وزيراعلٰی په دې موقع په خبرو كښې ووئيل د امن او امان ښه والې ته صوبائي حكومت پام لرنه كوي او دې مقص?? لپاره په صو??ه كښې پوليس او نورو قانون نافذ كوونكې ادارې قو?? كولې شي۔ده ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ باور?? كول وړومبې ترجيح ده او په دې ??ه كومه سمجهوته ونه كړي شي ۔علي امين ګنډا پور ښكاره كړه چې د صوبې څخه د ترهه ګرۍ خاتمې او امن او امان بحالۍ او بهترۍ لپاره ??ه د يوې كوټلې حكمت عملۍ له مخ?? اقدامات كولې شي۔خېبرپښتونخوا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې فرنټ لائن صوبه ده كومه چې د ترههګرۍ څخه تر ټولو زياته ځپلې شوې۔