اسلام آباد18مارچ(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاكستان متحده عرب امارات سره تجارت٬سېلګرۍ او ??رم??يه كارۍ ته پام لرنې كولو سره سياسي خېرسګالي په مضبوطه اقتص??دي شراكت دارۍ بدلول غواړي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخو جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د متحده عرب امارات سفير حماد عبيد ابراهيم س??لم الزابي ملاقات وكړو ۔د متحده عرب امارات سفير وزيراعظم ته په بيا ټاكلے كېدو مباركي وركړه او د ده لپاره ئې د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زيد النهيان لخوا د نيكو خواهشاتو پیغام راورسولو او هيله ئې څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه به د ورورورلۍ اړيكې راتلونكو كلونو كښې لا قوي شي۔وزيراعظم په پېغامونو د متحده عرب امارات مشرتابه مننه وكړه او صدر شېخ محمد بن زيد النهيان٬نائب صدر شېخ محمد بن راشد المکتوم او نائب وزیراعظم شیخ منصور بن زید النهیان لپاره ئې د نيكې هيلې ولرلې۔د پاكستان او يو اے اي د تاريخي اړيكو يادولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان متحده عرب امارات سره خپلې د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔وزيراعظم ووئيل دواړو هېوادونو تل د يو بل مرسته كړې او دواړه هېوادونه اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره بشپړ خواهش لري۔وزيراعظم ووئيل پاكستان متحده عرب امارات سره تجارت٬سېلګري او ??رم??يه كارۍ ته پام لرنې كولو سره سياسي خېرسګالي په مضبوطه اقتص??دي شراكت دارۍ بدلول غواړي۔دغسې د متحده عرب امارات سفير د خپل هېواد مشرتابه لخوا د پاكستان سره د تړون ت??ثي?? وكړو او وئېل ئې چې متحده عرب امارات لا قوي اړيكو لپاره د وزيراعظم محمد شهباز شريف حكومت سره په ګډه د كار كولو په انتظار دے۔دغسې سفير د شيخ محمد بن زيد النهيان لخوا وزيراعظم ته زر تر زره د يو اے اي دورې بلنه وركړه۔د دورې بلنه قبلولو سره وزيراعظم د يو اے اي صدر ته هم زر تر زره د پاكستان دورې كولو د بلنې پخلے وكړو