اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي)نګران داخله وزير مير سرفراز احمد بګټي وئېلي دي بېنظيربهټو نه يواځې د پاكستان بلكې د نړۍ لويه لارښوده وه٬د هغې نظريه نن هم ژوندۍ ده٬د بېنظير بهټو د قاتلانو بخښلو اختيار ي??اځې د بلاول بهټو سره دے۔هغه د ګل په ورځ داخله وزارت كښې د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري سره مېډيا ته خبر?? كولې۔داخله وزير سرفراز احمد بګټي ووئېل مونږ له د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره ښكاره پالېسي اختيارول پكار دي او په دې اړه ټول اسټيك هولډرز په باور كښې اخستل پكار دي۔په دې موقع په خبرو كښې د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري ووئېل د نګران داخله وزير لخوا داخله وزارت كښې د ديوار شهدا پرانسته يو ښه اقدام دے چې څوك هم ښه كار وكړي پاكستان پيپلز پارټي ب?? نه يواځې هغه ستائي ب??كې د هغې به اعتراف هم كوي۔د دې څخه وړاندې بلاول بهټو زرداري چې كله داخله وزارت ته ورسېدو نو داخله وزير سرفراز احمد بګټي د هغه تود هركلے وكړو۔داخله وزير سره بلاول بهټو په ديوار شهدا د مېرمنې بېنظيربهټو عكس ولګولو۔د دې څخه وړاندې بلاول بهټو او د داخله وزير ترمينځه شوي ملاقات كښې په مهمو چارو د خيالاتو څ??ګن??ونه شوې ده ۔