اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) په مقبوضه كشمير كښې د کل جماعتی حریت کنفرنس لارښودو د كشمير م??ئلې په اړه د وزيراعظم شهباز شريف د هغه بيان هركلې كړې دې په كوم كښې چې هغه د دې په حل زور راوړلو سره وئيلي دي چې د دې مسئلې حل كېدو نه غېر په سوئيلي آسيا كښې امن او ??ستحكام امكان ن?? لري۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې شهباز شريف تېره ورځ په رسالپور پی اے اېف اکېډمی اصغر خان كښې پاسنګ آؤټ پرېډ ته خپل خطاب كښې ووئيل د كشمير شخړې د ملګرو ملتونو د قراردونو او ?? كشميري اولس د خوښی له مخې حل كېدو نه غېر په سوئيلي آسيا كښې امن په ځايې كېدې نه شي۔ د کل جماعتی حریت کنفرنس لارښودو غلام محمد خان سوپوری، سید بشیر اندرابی، خواجه فردوس ،زمرودہ حبیب، یاسمین راجه، خادم حسین، سید سبط شبیر قمی او محمد عاقب سرينګر او ??موں څخه جاري كړې شويو ??پلو بيانونو كښې ووئيل چې پاكستان د كشمير كاز بشپړه ملاتړ كوي كوم چې كشميري اولس لپاره د ډاډ سبب ګرځي۔ دوئي د خپلواكۍ په عادلانه مبارزه كښې د كشميري مظلوم اولس په ملاتړ كولو د پاكستاني اولس او ??كومت مننه وكړه۔ د كل جماعتي كنفرنس لارښودو ووئيل چې د پاكستان سياسي او ??سكري مشرتابه بيانونو سره د كشميري اولس حوصلې دنګې شوي دي?? دوئي نړيوالې ورورلۍ ته خواست وكړو چې هغوي دې په سوئيلي آسيا كښې مستقل امن باوري كولو له د كشمير م??ئلې حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔