اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) په پاکستان کښې د ايران وظيفه ترسره كوؤنكي سفير سيد محمد علي حسيني د مذهبي چارو وفاقي وزير م??تي عبدالشکور په ناڅاپي مړينه خواشينۍ ښودلې ده۔ په یو ټویټ کښې د ایران سفیر ووئیل چې مونږ د پاکستان د مذهبي چارو او بین المذاهب هماهنګۍ وزیر م??تي عبدالشکور په غمجنه مړ??نه د ژور خفګان څرګندونه كوؤ۔ ده ووئيل د خپل ورور م??تي عبد الشكور په ناڅاپي مړينه مونږ ته زيات خفګان رسېدلے دے ٬ هغوي سره زما ملاقات په 14 اپرېل شوے وو۔ سيد محمد علي حسېني د پاكستان حكومت او اولس سره غمرازي كولو سره ارواښاد لپاره د بخښنې د??ا وكړه۔