اسلام آباد 10اپرېل(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د چين كاميابې دورې نه پس د سي پېك له مخې د روانو پروژو او د 11م جے سي سي تيارو په اړه يوه مهمه غونډه د چيف اكانومسټ ډاكټر نديم جاوېد او ډائرېكټر جنرل نېشنل كوآپرېشن ډيپارټمنټ ??ف نېشنل ډوېلپمنټ ??ينډ ريفارم كمېشن(اېن ډي آر سي)پين جيانګ شريكه مشرۍ كښې د ګل په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ٬توان٬صنعت او نورو مهمو وزارتونو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔دواړو خوا د سي پېك په بېلو پروژو د اطمينان څرګندونه كړې او په دې خبره يې اتفاق كړے چې ټولې ځنډېدونكې مسئلې به ډېرې زر حل كړی شي۔دواړو ډلو په څلورو ترجيحي اېس اي زونز چې پكښې رشكئي٬علامه اقبال انډسټريل سټي٬دهابيجي او بوستان اېس اي زوز شامل دي په شوي پیشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او د پېشرفت لا تندولو ته ئې هم اتفاق وكړو دغسې چې د اعلٰی معيار صنعتونه راغب كړے شي۔د صنعتي مرستې لپاره د فريم ورك په لوظ نامه لاس ليك ستا??ېل?? شوے او دواړو ډلو د فريم ورك نفاذ جاج اغستو لپاره هر شپږ مياشتې پس د غونډې په كولو اتفاق كړے