اسلام ??با?? 05 دسمبر(اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير آغا حسن بلوچ سره د بلوچستان څخه راغلې پلاوي رشيد كاكړ په مشرۍ كښې ملاقات كړې او د سېلاب ځپليو سيمو صورتحال او بي?? آبادكارۍ په پړاؤ خبرې اترې وكړې۔د سائنس او ټېكنالوجۍ و??ارت لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير حسن بلوچ ووئيل چې د سېلاب له امله د ځپليو سيمو ??با??ولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي او بي اېن پي شپه او ورځ د ځپليو په مرسته كښې هڅې كوي۔وفاقي وزير ووئيل چې په دې وروستيو كښې په بلوجستان كښې د يخښنۍ شدت زيات شوې دې او تر ??وا??ې مياشت آخر به د يخښنۍ شدت ټوله صوبه كښې خپره شي دغسې د وفاقي حكومت سره سره صوبائي حكومت٬نړيوالې مرستې ادارو او شتمندو ته د رېليف وركولو په عمل كښې لا تندي راوستل پكار دي۔ده ووئيل چې په نصير ??با??٬قلعه سېف الله او جعفر ??با?? كښې رېليف آپرېشن دې لا تند كړی شي ټول وسائل دې د ځپليو سيمو كښې وكارولې شي۔وفاقي وزير آغا حسن بلوج پلاوي له باور وركولو سره ووئيل چې بي اېن پي به د ځپليو مرسته٬بي?? آبادكارۍ او محفوظ مستقبل لپاره د ټولو رياستي او نړيوالو ادارو پام دې پلو راګرځولو اقدامات كوي۔