اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی) د وزیراعظم د سياسي ٬ اولسي چارو او قومي ورثې صلاحكار ??مير مقام د لس ورځنۍ كلنې لوك مېلې پرانسته وكړه۔ په دې موقعه د قومي ورثې او كلتور سېكترې فارينه مظهر ٬ د لوك ورثې اي ډي شهزاد دراني ٬ د آزاد جموں وكشمير په شمول د ټولو صوبو نمائندګان او د هېواد بېلو برخو سره ??علق لرونكي د سوؤنو په شمېر پوهان ٬ كاريګر ٬ لوك فنكار ??و سندرغاړي موجود ??و۔ په خطاب كښې امير مقام لوك مېله كښې د هېواد بېلو برخو څخه ګډون كولو له راغلي ګډون كوؤنكو ته هركلې ووې۔ ده ووئيل لوك ورثه د هېواد د كلتوري ورثې تحفظ او ودې عزم لري۔ ده ووئيل دا مېله د وفاقي حكومت د ترجيحاتو برخه ده۔ ده ووئيل مونږ خپلې دستكارۍ ته وده وركولو سره ??ياته زر مبادله ترلاسه كولې شؤ۔ ده د صوبائي حكومتونو او د هغې د استازو مننه وكړه كومو چې د دې مېلې په كولو كښې ??رسته وكړه۔ ده ووئيل د دې دستورې څخه د ترلاسه كېدونكې آمدنۍ يوه برخه به د سېلاب ځپليو مرستې لپاره ?? وزيراعظم فلډ ريليف فنډ ته عطيه كولې شي۔ ده د دې ښكلې مېلې په كولو ډويژن لوك ورثه ته مباركي وركړه په كومه كښې چې د ګرد هېواد څخه 500 نه زيات فنكار ??و كاريګر ګډون كوي۔ دې نه وړاندې امير مقام ته د مېلې پرانستې له د راتللو په مهال تود هركلې ووئيلې شو۔